راپورونه کورني راپورونه

تازه له پاکستانه تر زر زيات افغان کډوال ايستل شوي

افغان کډوال

د پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ايستنې په دوام سره پرون د پاکستان څخه تر ۱۰۰۰ زيات افغان کډوال ايستل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ۱۰۰۴ افغان کډوال په يوه ورځ کې له پاکستانه په جبري توګه ايستل شوي دي.

دا کډوال د جمعې په ورځ د مرغومې پر ۱۴مه نېټه د سپين بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته ايستل شوي دي.

د مالوماتو پر بنسټ تر اوسه پورې ۴۶۰ زره او ۱۸۸ افغان کډوال د پاکستان څخه په زور ايستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان د اکتوبر مياشتې وروسته د يو ميليون افغان کډوالو د ايستلو بهیر پیل کړ چې تر اوسه پورې يې د ياد هدف څه کم نيمايي کډوال له دغه هیواده ايستلي دي.

د پاکستان حکومت ويلي وو چې له پاکستانه يواځي هغه افغان کډوال وباسي چې د هغوی د کډوالۍ کارتونه تر وخت تېر شوي دي او په غیري قانوني توګه په دغه هېواد کې مېشت دي.

پاکستان د افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه په داسې حال کې کوي چې په دې هېواد کې ترهګريز بريدونه زيات شوي دي، پاکستان ادعا کوي چې د يادو ترهګريزو بريدونو تر شاه د افغان کډوالو لوی لاس دی.

دا په داسي حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو موضوع نړيوال غبرګونونه راپارولي دي، د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ يو شمېر هېوادونو له پاکستانه غوښتي چې دغه پرېکړه دې بيرته واخلي، خو پاکستان اوس هم د کډوالو د ايستلو بهیر تېز روان کړی دی.

| افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو کړکېچ: ۸۰ سلنه ښځې او نجونې په کړکېچن حالت کې دي

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ايران هم د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه چټکه کړې چې د تېر يوه کال راهيسي شاوخوا يو ميليون افغان کډوال دغه هېواد څخه ايستل شوي دي.

| ايراني مقاماتو خبر ورکړی چې افغان کډوال بايد په ۱۳ ورځو کې له کرمانه ووځي