حادثې کورني خبرونه

نيمروز کې پر يوه لس کلنه انجلۍ جنسي تېری شوی او بيا وژل شوې

جنسي تېري
 په هېواد کې د جنايي پېښو د زياتېدو په دوام د نيمروز څخه سرچينې پر يوې لس کلنې انجلۍ د جنسي تېري وروسته د هغې د وژني خبر ورکړی دی.

سرچينو نن جمعه د مرغومې ۱۵مه رسنيو ته ويلي، چې دغه لس کلنه انجلۍ د نيمروز د مرکز زرنج اوسېدونکې وه، کله چې پر هغې جنسي تېری شوی وو وروسته د (سيم په وسيله خپه) شوې او وژل شوې ده.

د نيمروز ولايتي مسؤلينو په رسمي توګه د دې پېښي په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ويلي، مګر د دې سيمي د طالبانو د يوه قوماندان ويلي چې دا انجلۍ تر هغه وروسته په قتل رسول شوې کله چې ور باندې جنسي تېری شوی وو.

د هغه د وينا په اساس يو کس د دغې دوسيې په تور نيول شوی دی چې د مالوماتو پر اساس ياد کس تر دې وړاندې هم پر ماشومانو جنسي تېري کړي او هغوی يې وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دغه ډول جنايي پېښو خبرونه راځي.

| په ننګرهار کې د خپل ماشوم پلورنې په تور يو کس نيول شوی