آسیا نړۍ

د ايران د کرمان د چاودنو پړه داعش خراسان ډلې منلې

د کرمان د چاودنو

د ايران په کرمان ولايت کې د دوو خونړيو چاودنو وروسته د دې چاودنو پړه د داعش خراسان ډلې پر غاړه اخيستی ده.

پرون پنځنۍ/پنجشنبه د مرغومې ۱۴مه د داعش خراسان ډلې په يوه رسمي خبرپاڼه کې د کرمان د چاودنو مسؤليت منلی او زياته کړې يې ده چې په دې چاودنو کې يې تر ۳۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په همدې حال د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي بيا په تونده لهجه رسنيو ته ويلي چې د کرمان د چاودنو تر شاه د امريکا او اسرائيلو لاس دی، هغه همدارنګه زياته کړې چې د دې پېښې د عاملينو ته به درنه سزا ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د مرغومې پر ۱۳مه نېټه د ايران په کرمان کې د ايران د سپاه پاسداران ډلې د پخواني قوماندانان قاسم سلیماني د مرګ څلورم تلين د لمانځني په مراسمو کې دوه پرلپسې چاودنې وشوې چې درانه تلفات یې واړول.

د مالوماتو پر بنسټ د کرمان د چاودنو له کبله تر ۱۰۰ زيات کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ پورې نور ټپيان شول.

دغو چاودنو په ايران کې او د ايران څخه بهر ډېر غبرګونونه راوپارول او ايراني مقاماتو ويلي چې د دې چاودنې عاملانو ته به درنه سزا ورکوي.

د يادولو وړ ده چې ده چې د افغانستان ګاونډي هېوادونو د پاکستان او ايران په ګډون په ځلونو ويلي چې په افغانستان کې د دوی خلاف ترهګر روزل کېږي، خو طالبان دغه تورونه ردوي.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد تازه ويلي وو چې په افغانستان کې يې د داعش ډله له منځه وړې، د مجاهد په خبره صرف د ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې کسان پاتې دي چې هغه به هم ډېر تر پېژندنې وروسته زندان ته ولېږل شي.

| ايراني مقاماتو خبر ورکړی چې افغان کډوال بايد په ۱۳ ورځو کې له کرمانه ووځي
| د ايران د زاهدان له زندانه ۵۲ افغانان ازاد شوي