راپورونه کورني راپورونه

په ننګرهار کې د خپل ماشوم پلورنې په تور يو کس نيول شوی

ماشوم پلورنې

په ننګرهار کې د طالبانو سيمه ييزو مقاماتو ويلي، چې يو کس يې د خپلې يو کلنې لور د پلورلو په تور نيولی دی.

د هغې خپرپاڼې له مخې چې پرون څلورنۍ/چهارشنبه د مرغومې پر ۱۳مه د ننګرهار د امنيه قومندانۍ لخوا خپره شوې ده، راغلي چې دا کس د ننګرهار په دره‌نور ولسوالۍ کې د ماشوم پلورنې په تور نيول شوی دی.

د طالبانو د خپرو شوو د مالوماتو پر اساس دغه کس خپله يو کلنه لور په کابل کې د ۱۵ زره افغانيو په بدل کې پلورلې کړې ده.

د طالبانو په وينا، د ماشوم پلورنې د دغې دوسيې په اړه يې  پلټنې روانې کړي دي ترڅو دغه انجلۍ بېرته پيدا او کورنۍ ته يې وسپاري.

د تورن کس د پېژندنې او هويت په اړه ډېر مالومات نه دي خپاره شوي او همدارنګه د دې کار د علت په اړه هم څه نه دي ويل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دوو کالو راهيسي د بېوزلۍ او بېکارۍ د زياتېدو له کبله هېوادوال له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د يادولو وړ ده چې د طالبانو په مخکيني دور کې هم ځينو هېوادوالو د خپلو بچيانو د خرڅولو په پيسو د خپل ژوند اړتياوې پوره کولې.

ويل کېږي چې په افغانستان کې بېوزلي او بېکاري د دې لامل شوې ده چې زيات شمېر هېوادوال خپل ماشومان وپلوري چې د ماشوم پلورنې پېښو ته نړيوال هم اندېښمن شوي دي او همدارنګه ځيني هېوادوال د بېوزلۍ په پار خپلې  کم عمره انجوني د ډېر عمر لرونکو کسانو ته په نکاح ورکړي.

| افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو کړکېچ: ۸۰ سلنه ښځې او نجونې په کړکېچن حالت کې دي