آسیا نړۍ

اسراييلي پوځ غزه کې په خپلو ځواکونو کې کموالی راولي

اسراييلي پوځ

د غزې په خان يونس کې د سختې جګړې ورسته د اسراييلو پوځ اعلان کړی چې په غزه کې د جنګېدونکو سرتېرو شمېر کې به د پام وړ کموالي راولي.

د اسراييلي پوځ د چارواکو په خبره چې غزه کې به جګړه تر هغې روانه وې چې د حماس ډله په مکمل ډول لمنځه ولاړه سي او زموږ برمته شوي کسان خوشي شي.

اسراييلي چارواکي وايې چې په غزه کې د سرتېرو کمولو څخه يې هدف د اقتصادي بوج کمول او د سرتېرو هوساينه ده.

په غزه کې د اسرايیلي پوځ جنګېدونکو سرتېرو د شمېر په هکله که څه هم معلومات ندي خپاره شوي، خو د نړيوالو رسنيو له قوله چې شمېر يې ۴۰ زره ته رسېږي.

سره لدې چې اسراييلي پوځ په غزې کې د جګړې وروستي اهداف نه دي روښانه کړي او لا هم څرګنده نده چې د جګړې پای ته رسیدو وروسته به پدې سیمې کې د چا کنټرول وي خو تر دې وړاندې اسرائیلي چارواکو خبرداری ورکړی تر څو یې چې حماس ډله په بشپړه توګه له منځه نه وي وړې، جګړه به روانه وي.

بل لور ته امريکا‌ او نړيواله ټولنه بيا غواړې چې د‌غزې د جګړې تر ختمېدو ورسته بايد واک د محمود عباس په مشرۍ د فلسطين حکومت ته وسپارل شي، خو اسراييل بيا ددې پرېکړي مخالفت کوي.

په غزه کې د جګړې د پيل تر دا مهاله د ملګرو ملتونو د راپور په اساس د ۲.۳ ميليونه وګړو څخه يې ۸۵ په سلو کې بې ځايه شوي او د ژمي په سړو ورځو کې مرستو ته اړتيا لري.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې ۱.۸ ملیون وګړي په غزې کې د دوي لخوا په جوړو شویو سرپناوو کې اوسیږي. دې ادارې ویلي چې تر اوسه یې په ۱۲۸ پنا ځایونو بریدونه شوي او ۱۴۲ مامورین یې هم وژل شویدي.

هېره دي نه وي چې د غزې جګړې د تېر اکتوبر پر ۷مه له هغه وروسته زور واخیست چې حماس وسله والو پر اسراييل برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل، چې ډېری ملکي خلک وو او ۲۴۰ نور یې د یرغمل په توګه له ځان سره غزې ته بوتلل.

| د ترکیې ولسمشر پر غزې د اسراییلو د بریدونو په اړه د ایټالیا له لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې