اقتصاد کورني خبرونه

د کونړ سيند بند جوړول پاکستانيانو رد او غندلی

د کونړ سيند

د افغانستان حکومت د هند په مالي مرسته د کونړ سيند باندې بند جوړوي، چې دې کار پاکستان په غوسه کړی دی.

د پاکستان خلکو د هغې پروژې غندنه کړې کومه چې د هندوستان په همکارۍ د کونړ سيند باندې د بند جوړول دي، هغو وايي چې دا کار د پاکستانيانو لپاره يو لوی ګواښ دی.

دوی وايي چې افغانستان د هند په مرسته د اوبو په بندولو سره د اوبو پر طبيعي مسير يرغل کوي چې دا به د پاکستان د نورو برخو سره سره د خيبر پښتونخوا کرنيزې ځمکې هم زيانمنې کړي.

هغوی وايي چې پاکستان د افغانانو لپاره ډېره قرباني ورکړې ده، د هغوی په خبره سره د دې چې افغانستان خپلې سرچينې نه لري او په بهرنيو مرستو متقي دی.

هغوی همدارنګه زياتوي « د افغانستان اوسنی حکومت د هيچا لخوا په رسميت نه دی پېژندل شوی، د افغانستان حکومت چې هر کار تر سره کوي د هند په دستور يې کوي»

د پاکستان خلکو ويلي « چې کله هم پر افغانستان بده ورځ راغلې او افغانان د ستونزو سره مخامخ شوي، نو پاکستان يوازينی هيواد دی چې د هغوی سره درېدلی»

ويل کېږي چې طالبانو د پاکستان سره ټينګې اړيکې درلودې خو د پاکستان څخه د افغان کډوالو پر اجباري ايستنې او په پاکستان کې د وروستيو ترهګريزو بريدونو په پار د طالبانو او پاکستان اړیکې په ښکاره توګه خړې پرې شوي دي.

| پنجاب کې ۲۲ تنه د تحريک طالبان پاکستان غړي نيول شوي