آسیا نړۍ

پنجاب کې ۲۲ تنه د تحريک طالبان پاکستان غړي نيول شوي

تحريک طالبان پاکستان

د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پوليسو نن دونۍ يا دوشنبه د مرغومې ۱۱مه د ۲۲ تنو د تحريک طالبان پاکستان غړي د نيولو خبر ورکړی دی.

د ختيځ پنجاب د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پوليسو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دا ترهګر چې د تحريک طالبان پاکستان ډلې غړي دي د تېرو دوو اونيو په جريان کې نيولي دي.

د پاکستاني پوليسو په خبره ياد کسان په پاکستان کې په هغو خونړيو بريدونو او چاودنو کې لاس لري چې له کبله يې دغه هېواد ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د محمد ارشد په نوم هغه کس چې د بلوڅ وسله والي ډلې احتمالي قوماندان چې د بلوچستان کې يې د حکومت ضد فعاليتونه کول هم نيول شوی دی‌.

د يادولو وړ ده چې د تېرو څو لسيزو راهيسې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلې په بلوچستان کې وسله وال فعاليتونه کوي، په اول سر کې دغو ډلو د بلوچستان لپاره په دولتي چوکاټ کې د ډېري سهميې غوښتنه کوله خو وروسته يې د خپلواکۍ غوښتلو لپاره مبارزه پيل کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د بلوڅ وسله والو تر څنګ د تحريک طالبان پاکستان ډلې غړي هم په دې سيمه کې فعاليتونه تر سره کوي.

ويل کېږي، چې پاکستان د تېرو څو مياشتو راهيسي د ډېرو ترهګريزو پېښو شاهد وو، راتلونکې مياشت په پاکستان کې عمومي ټولټاکنې تر سره کېږي چې روانې نا امنۍ د پاکستان دولت او د پاکستان يو شمېر سياستوال ډېر په اندېښنه کې اچولي دي.

| په خيبر پښتونخوا کې ۶۰۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې