راپورونه کورني راپورونه

د بهرنيو چارو وزارت وايي، له افغانستانه بهر د برېښنايي پېژندپاڼو د ورکړي بهير پيلوو

برېښنايي پېژندپاڼه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې ډېر ژر به له هېواده بهر هم د افغانستان د کونسلګريو لخوا افغانانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو ( تذکرو ) ورکړه پيل کړي.

د هغه راپور پر بنسټ چې نن خالي/شنبه د مرغومې ۹مه د افغانستان د ملي راډيو ټلويزون لخوا خپور شوی، ويل شوي چې د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري معين رحمت الحق فضيل نن د کونسلي خدمتونو د ښه راغلاست سالون په پرانيسته کې ويلي چې ډېر ژر به په بهرنيو هېوادونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پيل شي.

په دې راپور کې راغلي چې په بهرنيو هېوادونو کې به د پېژندپاڼو د وېش چارې د احصايې او مالوماتو ملي ادارې په همکارۍ تر سره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د څه کم دوه نيمو کالو په تېرېدو سره د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د هيڅ يو هېواد لخوا په رسميت نه دی پېژندل شوی.

ويل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي د برېښنايي پېژندپاڼو او پاسپورټونو وېش د ځنډ سره مخ دی، خو د طالبانو حکومت تېره اوونۍ په يوه خبرپاڼه کې ويلي وه چې يوازي تېره مياشت يې په هېواد کې تر ۴۰۰ زره زياتې برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي دي.

 په تېره يوه مياشت کې د طالبانو حکومت تر ۴ لکه زياتې برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي

د يادولو وړ ده چې په زيات شمېر هېوادونو کې د افغانستان کونسلګرۍ او سفارتونه د تېر جمهوري نظام د ډپلوماټانو په لاس کې دي او طالبان پوره هڅه کوي چې د ډپلوماټيکو لارو چارو په تر سره کولو سره يادي استازولۍ خپل لاس ته راولي.

دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د افغانستان په تړاو يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې د طالبانو، مدني ټولنو، د بشري حقونو د فعالانو او د ملګرو ملتونو په ګډه مشوره به د ياد پرېکړه ليک په اساس د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان يو ځانګړی استازی ټاکل کېږي تر څو د يو باثباته افغانستان لپاره د نړيوالو قوانينو سره سم کار وشي.

 ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړه کړې