Uncategorized @ps-af

سويس د افغانستان سره د څه باندې ۴ ميليونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی

سويس

د افغانستان سره د نړيوالو بشري مرستو په دوام په پاکستان کې د سويس سفارت تازه اعلان وکړ چې د افغانستان د خلکو سره يې ۴.۲۵ ميليونه ډالر د بشري مرستي په توګه ځانګړي کړي دي.

تېره ورځ د مرغومي پر ۸مه نېټه د جمعې په ورځ په پاکستان کې د سويس سفارت پر خپله ايکس پاڼه يا پخواني ټويټر کې د دې مرستي خبر خپور کړی دی، او زياته کړې يې ده چې دا مرسته د پاکستان څخه د تازه ستنو شوو کډوالو او په وروستيو کې د هرات د زلزلې زيانمنونکو ته د چوپړتياوو د رامنځته کولو لپاره ځانګړې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې د نړۍ او سيمي ځينو هېوادونو د افغانستان سره نغدي او تدارکاتي مرستي کړي دي تر څو د ګاونډيو هېوادونو څخه تازه ستنو شوو کډوالو او په هرات ولايت کې د زلزلې ځپلو خلکو ته د ژوند اساسي خدمتونه برابر شي.

د راپورونو له مخې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو سازمان ويلي وه چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ را وروسته د افغانستان اقتصادي وضعيت ډېر خراب شوی دی او د پاکستان څخه په اجباري توګه د کډوالو راستنېدل او د ژمي پيل به نور هم خلک د ستونزو سره مخ کړي.

په همدې حال کې د خوړو نړيوال پروګرام د نړيوالو بنسټونو څخه غوښتي وه چې د روان ژمي لپاره دې د افغانستان سره مرستې وکړي، د خوړو نړيوال پروګرام همدارنګه ويلي چې افغانان تر هر بل وخت بشري مرستو ته ډېره اړتيا لري.

د خوړو نړيوال پروګرام د وينا په اساس د افغانستان وګړي د يخ موسم په رارسېدو سره د ډېرو ستونزو سره مخ دي او د ژوند لومړنيو اړتياوو ته هم لاسرسی نه لري.

 

| په چين کې د ځمکلړزې يا زلزلې له کبله تر سلو زیات کسان وژل شوي