بهرني راپورونه نړیوال سیاست

آذربايجان په کابل کې خپل سفارت پرانيستل غواړي

د اذربايجان د بهرنيو چارو وزير بايراموف

تر چين را وروسته اذربايجان هم غواړي چې په افغانستان کي خپل سفارت پرانيزي.

اذربایجاني رسنیو د یاد هیواد د بهرنیو چارو د وزیر بایراموف په حواله ویلي چي، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کي به اذربايجان په کابل کې خپل ډپلوماټیک ماموریت پيل او الهام ممدوف به د سفير په توګه واستوي.
د اذربايجاني رسنيو د راپورونو له مخي، بایراموف په باکو کي یوې خبري غونډي ته دا خبره کړې ده او ویلي ئې دي چي، په څو نورو هیوادونو کي به هم خپل سفارتونه پرانیزي.
د یاد هیواد ريپورټ خبری اژانس هم خبر ورکړی چي، جمهور رئیس الهام علي اوف په یوه لاسلیک شوي فرمان کي د افغانستان لپاره الهام ممدوف او د ځينو نورو هيوادونو لپاره سفيران ټاکلي او ډېر ژر به خپل ماموريتونه پيل کړي.
په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت که څه هم په دې هکله خبري نه دي کړې خو وړاندي يې ويلي و چې‌ دسيمي يو شمېر هيوادونه غواړي په افغانستان کې په رسمي شکل ډيپلوماټیک ماموريت پيل کړي.
د يادونې وړ ده چې واک ته د طالبانو د بيا ځلې رسېدو سره په دې هيواد کې يو شمېر بهرني ملکو خپل سفارتونه وتړل او د افغانستان سره يې هر ډول سياسي او ډیپلوماټکي اړيکي وځنډولې.