آسیا نړۍ

زهرا بلوڅ: پاکستان د انرژۍ د وصل د نقطې او د يو باثباته افغانستان ليدل غواړي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ويلي، پاکستان د يوه سوله ييز او باثباته افغانستان ليدل غواړي.

اغلي بلوڅ په يوه خبري ناسته کې ويلي چې پاکستان نړۍ او سيمې ته د سوداګريز او د انرژۍ د تړون يوه افغانستان څرګندولو هڅه کوي.

اغلي بلوڅ ويلي، « پاکستان د يو سوله ييز، با ثباته او د انرژۍ د تړون د نقطې له نظره يو داسي افغانستان ليدل غواړي چې د سيمې د سوداګرۍ او انرژۍ د تړون د يو پل په څېر ښکاره شي.

زهرا بلوڅ زياتوي، پاکستان د افغانستان سره د خبرو اترو او تعامل لپاره ژمن دی تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لارې په ځانګړي توګه اقتصادي برخې ته ادامه ورکړي.

په همدې حال طالبانو هم ويلي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ستونزو پر هواري کار کوي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان دغو مقاماتو ويلي وه چې د تحريک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې دي او په همدې دليل يې تر اوسه پورې تر ۴۵۰ زره زيات افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه ايستلي دي.

د کابل او اسلام آباد ترمینځ پر اختلافاتو د سياسي چارو شنونکي بېلابېل نظرونه وړاندې کوي، ويل کېږي چې طالبانو د پاکستان سره ډېرې مستحکمې اړيکې درلودې خو په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو د زياتېدو وروسته دغه اړيکې خړي پړي شوي دي.