آسیا نړۍ

ايراني مقاماتو خبر ورکړی چې افغان کډوال بايد په ۱۳ ورځو کې له کرمانه ووځي

د ايران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په دوام دا ځل ايراني مقاماتو ويلي چې د کرمان ښار بايد له افغان کډوالو څخه بشپړه خالي شي.

د کرمان د کډوالو او بهرنيو وګړو تنظيم د ټولو چارو مدير نن پنځنۍ/پنجشنبه د مرغومې ۷مه په يوه بيان کې ويلي، چې د ايران د اقامت وزارت د يوې نوي پرېکړي په اساس په کرمان کې د افغان کډوالو هر ډول اوسېدل او کار کول ممنوع اعلان کړی دی.

په ياده پرېکړه کې ويل شوي چې ټول افغان کډوال بايد په ۱۳ ورځو کې له کرمانه ووځي، د هغه وروسته یې پوليس بايد ونيسي او خپل هېواد ته يې په زوره وشړي، په ياده پرېکړه کې همدارنګه يادونه شوې ده چې په کرمان کې دې هېڅوک افغاني تبعه لرونکو ته کار نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې ايران او پاکستان په دې وروستیو کې په سلګونه زره افغان کډوال له خپلو هېوادونو څخه په جبري توګه ايستلي چې د افغان پناه غوښتونکو لپاره يې هم لوی سرخوږی جوړ کړی دی‌.

د ايراني مقاماتو د وروستنيو شمېرو له مخې په تېرو نهو مياشتو کې له ايران څخه يو ميليون افغانان په جبري توګه ايستل شوي دي.

همدارنګه پاکستاني مقاماتو بيا ويلې چي په تېرو دوو مياشتو کې يې له پاکستانه نژدې ۵۰۰ زره افغانان له پاکستانه په جبري توګه ايستلي دي.

ويل کېږي پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ را وروسته د بې وزلۍ، د انجونو د تعليم پر بنديز او يو شمېر نورو محدوديتونو له وجي د افغانانو د کډوالۍ بهير بيا چټک شوی وو چې زيات شمېر افغانان په قاچاقي لارو يا اروپا ته ورسېدل يا په لارو کې نادرکه، مړه او په اوبو کې ډوب شول.