راپورونه کورني راپورونه

سرچينې: طالبانو په کابل کې د تېر حکومت يو تن نظامي وژلی

د کابل څخه باوري سرچينې نن څلورنۍ/ چهار شنبه د مرغومې ۶مه رسنيو ته ويلې، چې د تېر نظام يو نظامي کس تېره ورځ د کابل په څلورمه امنيتي حوزه کې د طالبانو لخوا په قتل رسېدلی دی.

د سرچينې په وينا ياد وژل شوی کس فقير احمد نومېدی چې د پنجشير د رخه يي اوسېدونکی وو، د سرچينې د مالوماتو پر بنسټ طالبانو د ياد کس د وژلو وروسته د هغه موټر هم د ځان سره بېولی دی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو يو راپور خپور شوی وو چې د ياد راپور پر بنسټ طالبانو د تېر جمهوري نظام د کارکوونکو سره د غچ اخيستې رويې ته دوام ورکړی دی، خو طالبان وايي چې د خپل رهبر د عمومي عفوي پرېکړي ته يې د عمل جامه ور اغوستې ده.

د يادونې وړ ده چې پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ وروسته د تېر نظام زياتو کارکوونکو، مدني فعالانو، د بهرنيو نهادونو کارکوونکو او خبريالانو د طالبانو له ويرې هېواد پرې ايښی دی.