راپورونه کورني راپورونه

د ازادۍ جبهې په مزارشریف کې د يوې چاودنې پړه منلې

د بلخ په مرکز مزار شریف کې د تېرې شپې د چاودنې مسؤليت د ازادۍ جبهې پر غاړه اخيستی دی.

د آزادۍ جبهه وايي تیره شپه ( درېنۍ د مرغومې ۵مه) يې په مزار شريف کې د طالبانو يوه پوسته په نښه کړې ده، چې په پايله کې يې درې تنه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ازادۍ جبهه وايي تېره شپه ۸:۰۰ بجې يې د مزارشريف د سيداباد څلورلارې پوسته په نښه کړې ده.

تېره شپه په همدې وخت کې د يادې سيمې اوسېدونکو د يوې چاودنې تر څنګ د ډزو اورېدلو خبر هم ورکړی وو.

ويل کېږي چې دا جبهه د لاسي بمونو په واسطه طالبان تر بريد لاندې نيسي.

په مزار شريف کې د طالبانو مسؤلينو د ازادۍ جبهې د دې ادعا په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ويلي.

په دې وروستیو کې د ازادۍ جبهه ادا کوي چې پر طالبانو يې بريدونه زيات کړي دي او لسګونه طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.