Uncategorized @ps-af

پاکستان لسګونه هغه افغانان افغانستان ته شړلي کوم چې امريکا ته تلونکې وه

په پاکستان کې د مدافع وکيلانو يوه ډله وايي چې پاکستان لسګونه هغه افغانان چې امريکا ته يې د تګ دوسيې روانې وې له دې هېواده اخراج کړي دي.

دې ډلې نن د درېنۍ/ سه شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې ياد افغانان له پاکستان څخه په زوره افغانستان ته اخراج شوي دي، چې په افغانستان کې به د زياتو چالشونو سره مخ شي.

دا ډله وايي، په افغانستان کې د امريکا سفارت تړلی دی، او پاکستان د امريکا ملاتړ ليکونه له پامه غورځوي.

د پاکستان د مدافعینو د ډلې د مالوماتو په اساس ۱۳۰ تنه هغه پناه غوښتونکي افغانان چې امريکا ته د تلو په انتظار کې وه، له پاکستانه ايستل شوي دي.

په همدې حال د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د اکتوبر په مياشت کې مو د هغو افغانانو فهرست چې امريکا ته راوستل کېږي د پاکستان په واک کې ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د تېرو دوو مياشتو راهيسي د افغان کډوالو جبري ايستنې ته دوام ورکړی دی، چې د پناه غوښتونکو افغانانو لپاره یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

د مالوماتو په اساس تر اوسه کابو ۵۰۰ زره کډوال له پاکستانه ايستل شوي او په افغانستان کې د کډوالو په کېمپونو او نورو بېلابېلو سيمو کې مېشته شوي دي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان او ايران هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې په تېرو دوو مياشتو کې يې خورو زيات افغانان په جبري توګه له خپلو هېوادونو ايستلي دي، او د دغه ناڅاپي اخراج په وجهه افغانان د ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.