راپورونه کورني راپورونه

متقي مشهد کې افغان مسافرو ته ويلي چې وطن کې مو هر ډول تعصب ختم کړی دی

د ا.ا.ا د بهرنيو چارو چارسمبالی وزير امير خان متقي وايي چې افغانستان ته د طالبانو پر راتلو سره قومي تعصب ختم شوی دی.

امير خان متقي دا خبرې نن درېنۍ/سه شنبه د مرغومې/جدي پر ۵مه نېټه د ايران په مشهد کې د افغان کډوالو، سوداګرو او روحانيونو سره په ليدنه کې کړي دي.

د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هيڅوک نشي کولی چې ځان تر نورو لوړ او نور تر ځان کمزوري وګڼي او زياته کړې يې ده چې طالبانو د ټولو وګړو لپاره مساوي ټولنيز ژوند جوړ کړی دی.

متقي ويلي په افغانستان کې تنظيمي، قومي، سمتي او هر ډول تعصب له منځه تللی، او اوس په افغانستان کې يوازي مجرمان زندان ته ځي.

دا په داسي حال کې ده چې ښاغلی متقي د ايران په رسمي بلنه د فلسطين په اړه د لوړ رتبه مشورتي ناستې لپاره تهران ته بلل شوی وو، چې پر مهال يې د افغانستان او ايران پر اړيکو د ايراني چارواکو سره لیدنې هم کړي دي‌.