ښځې

پريسا آزاده د طالبانو له زندانه خوشې شوې ده

ځيني سرچينې وايي د ( افغانستان د ښځو د عدالت او آزادۍ غوښتنې غورځنګ ) غړې پريسا آزاده چې د تېرو ۴۰ ورځو راهيسي د طالبانو سره په بند کې وه، خوشي شوې ده.

د دې غورځنګ يوه غړې شمايل توانا ناصري د پريسا آزاده د خپلوانو د يوه غړي له قوله رسنیو ته ويلي چې نن د مرغومې پر ۴مه د دوشنبې په ورځ آغلې پريسا د طالبانو له بنده خوشي شوې ده.

طالبانو لخوا د دې ښځې د ازادېدو او د هغې د جرم په اړه تر اوسه پورې رسنيو ته څه نه دي ويلي، پريسا آزاده د لړم په ۲۳مه نېټه د کابل په دشت برچي سيمه کې د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوې وه.

د مالوماتو پر بنسټ، پريسا آزاده يوه ټولنيزه فعاله او د افغانستان د ښځو د عدالت او ازادۍ غورځنګ غړې وه چې پر افغانستان د طالبانو د محدودیتونو پر ضد یې اعتراضونه کړي وه.

ويل کېږي چې د پريسا آزاده د خوشي کېدو وروسته اوس هم يوه ښځينه معترضه د منيژه صديقي په نوم د طالبانو په زندان کې ده چې د تلې پر ۱۷مه نېټه په کابل کې نيول شوې ده.

په ورستيو کې دوې معترضې ښځې ژوليا پارسي او ندا پرواني هم د طالبانو د بنده خوشي شوې وې، داسې ويل کېږي چې د يادو مېرمنو روغتيايي وضعيت ستونزمن شوی وو او جدي مراقبت ته اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د يادو نيول شوو مېرمنو د نيولو په اړه طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلی، مګر داسي ويل کېږي چې په زيات احتمال د يادو ښځو جرم د احتجاجونو او اعتراضونو کول دي.