کلتور او هنر

د طالبانو د امر بالمعروف لخوا د يلدا د شپې لمانځل حرام وبلل

په افغانستان کې د ځينو خلکو لخوا د یلدا شپې تر لمانځلو وروسته د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تازه په يو بيان کې د یلدا د شپې لمانځل حرام وبلل.

د هغې بيانيې په اساس چې تېره ورځ د مرغومي پر ۳مه د امر بالمعروف وزارت لخوا نشر شوې ده، د خلکو څخه غوښتې چې شرعي حکمونه ومني او د يلدا شپې لمانځلو څخه ډډه وکړي.

امر بالمعروف زياتوي « چې د يلدا شپې لمانځل په هيڅ صورت په اسلام کې جواز نشي پيداکولی، دا هسي يو اصراف او د مسلمانو سوچ د اړينو موضوعاتو څخه بلې خواته اړول دي»

د يلدا شپه چې د کال تر ټولو اوږده شپه ده، په افغانستان کې ورته د څلې شپه هم ويل کېږي چې د دې شپې په راتلو سره ژمی پيلېږي او دا د نوروز يا د هجري لمريز کال په حوزه کې يو پخوانی جشن دی چې مخينه يې زرګونو کلونو ته رسېږي.

په دې شپه د کورنۍ غړي او دوستان په خپلو کورونو کې راټولېږي د شعرونو او کيسو په ويلو او د بېلابېلو خوراکونو په خوړلو د کال تر ټولو دغه اوږده شپه لمانځي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو سره د افغاني کلتور پر زياتو برخو بنديزونه لګېدلې دي چې يو يې هم د نوروز جشن دی چې د نوي هجري لمريز کال په لومړۍ نېټه لمانځل کېږي او مخينه يې شپږو زرو کالو ته رسېږي.