Uncategorized @ps-af اروپا

د ترکيې پوليسو په يوه ټيلر کې ۶۳ افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي نيولی

د ترکيې څخه د افغان کډوالو د جبري ايستنې په دوام سره د ترکيې پوليسو د ۶۳ افغان کډوالو د نيولو خبر ورکړی دی.

نن د يونۍ (یکشنبې) په ورځ ترکي رسنیو خبر ورکړی چې دغه کډوال د ترکيې چاناک قلعه په بندر کې تر پېژندلو وروسته نيول شوي دي.

د ترلاسه شوو مالومات په حواله د ترکيې پوليسو چې کوم افغان کډوال نيولي په هغو کې يې ۱۳ ښځې، ۱۳ نارينه او ۳۷ يې ماشومان دي چې په يوه ټېلر او يو کوچني ټونس ډوله موټر کې نيول شوي دي، همدارنګه د ترکيې پوليسو ويلي په دې عملياتو کې دوه کسه د انساني قاچاق په تور هم نيول شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکې د افغان کډوالو د نيولو او د ترکيې څخه د جبري ایستلو خبرونه خپاره شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د ترکيې تر څنګ د ايران او پاکستان څخه په لسګونه زره افغان کډوال په جبري توګه ايستل شوي دي.

د مالوماتو له مخې په افغانستان کې بې وزلي، بې کاري، نامالوم سياسي وضعيت، د ښځو پر تعليم بنديزونه او نور لاملونه دې چې افغانان یې د افغانستان څخه کډوالۍ ته مجبور کړي دي.