کورني خبرونه

په هلمند کې د طالبانو استخباراتو نوي محدوديتونه رامنځته کړي

په هلمند کې د يوه مکتوب په متن کې د هلمند اقتصاد رياست وايي چې د استخباراتو لخوا ورته امر شوی دی، چې ټول هغه کسان چې په مؤسسو کې دنده تر لاسه کوي بايد د استخباراتو استعلام ځواب کړي.

د هلمند ولایت د استخباراتو رياست لخوا د هلمند اقتصاد رياست ته په لېږل شوي مکتوب کې ليکل شوي چې تر هغو د هېڅ کارکوونکي د مقررۍ واک نه لري چې د دوی د استخباراتو له لوري ځواب شوی استعلام ورسره نه وي.
په مکتوب کې ليکل شوي [ د ټولو موسساتو کارکوونکي باید د استخباراتو ریاست له لورې ځواب شوی استعلام له ځان سره ولري او بیا د مؤسسې لخوا ورته کار ورکړل شي. د زړو ګمارل شوو کارمندانو شهرتونه هم باید د ياد ریاست سره شریک شي ]

د استخباراتو د عدم مسؤليت استعلام هغه استعلام دی چې پخوا يوازې د دولتي دندو د ګمارنې پر مهال ګمارونکې ترلاسه کاوه، د ياد استعلام د ترلاسه کېدو پرمهال د استخباراتو رياست د اړوند کس په اړه د نورو دولتي ارګانونو په همکاري بشپړه پلټنه او بایومټریک کوي، که اړوند کس کوم جرم ولري نو پر دنده نه ګمارل کېږي، خو د طالبانو حکومت د تېر جمهوري نظام کارکوونکو ته هم دولتي دندې نه ورکوي.

په خپاره شوي مکتوب کې دا نه ده واضح شوې چې په مؤسساتو کې به د تېر نظام کار کوونکې کار کولی شي او که نه.