راپورونه کورني راپورونه

په ننګرهار کې د يوه خصوصي پوهنتون ۹ تنه زده کړيالان د ملي سرود د غږولو په جرم زنداني شوي دي.

د هېواد پر وګړو د بې شمېره بنديزونو وروسته د ننګرهار څخه سرچينې وايي چې په ننګرهار کې په يوه خصوصي پوهنتون کې د ملي سرود غږولو وروسته د طالبانو لخوا په دې جرم نهه کسه زده کړيالان (محصلين) نيول شوي دي.

سرچينې د خالي (شنبې) په ورځ د مرغومې (جدي) ۲مه نېټه رسنیو ته ويلي، چې دا نهه نيول شوي کسان په ننګرهار کې د روښان خصوصي پوهنتون زده کړيالان دې چې درې ورځې وړاندې طالبانو زندان ته اچولي دي.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو د دې خصوصي پوهنتون يو شمېر کارکوونکې هم نیولي دي خو د يادو نيول شوو کارکوونکو د دقيق شمېر په اړه مالومات نشته.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې طالبانو واک ته د رسېدو وروسته ډېر بنديزونه ولګول او ورځ په ورځ د نوو بنديزونو لګولو حکمونه هم جاري کېږي، ويل کېږي چې په هېواد کې د درې رنګه بيرغ رپول او ملي سرود غږول هم په يادو بنديزونو کې شامل دي.