اروپا نړۍ

ترکي ځواکونو په ايواجيک سمندر کې ۳۴ افغان کډوال نيولي

د ترکيې اناتولي خبري ادارې په ايواجيک سواحلو کې د ترکيې د بحري پوله ساتو ځواکونو لخوا د ۳۴ افغان کډوالو د نيولو خبر ورکړی دی.

که څه هم د يادو نيول شوو کډوالو د تګ د مسير په اړه تر اوسه څه نه دې ويل شوي خو اکثره افغان کډوال له دغو لارو اروپايي هیوادونو ته ځان رسوي.

د ترکيې څخه نورو اروپايي هیوادونو ته اکثره افغانان له دوو لارو ځي کې يوه يې پر وچه بلغاريا ته ځي او بله د اوبو له لارې يونان ته تللې ده، د يونان او ترکيې پر پوله اکثره وخت د ترکيې ځواکونو لخوا کډوال نيول کېږي د وهلو او ټکولو وروسته بیرته خپلو هېوادونو ته استول کېږي.