کورني خبرونه

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د نجونو زده کړو ته پر دوام ټینګار وکړ

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا کار د روښانه او باثباته راتلونکي لپاره خورا مهم دی.

ښاغلي کرزي دغه پیغام د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرینوف سره په کتنه کې، چې د ده په (x) ټولنیزه پاڼه کې خپور شوی، ورکړی دی.

د ښاغلي کرزي په ګډون بېلابېلو سیاستوالو او نړیوالو سازمانونو په وروستیو کې پر طالبانو غږ کړی چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو او ښځو پر مخ پرانیزي.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې واک ته ورسېدل، دوی د نجونو ښوونځي تر شپږم ټولګي پورې وتړل. برسېره پردې، د ۲۰۲۲ په دسمبر کې، ښځینه زده کونکي پوهنتونونو ته د تلو مخه ونیول شوه.

    ځواب دلته پرېږدئ

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *