علمي کورني راپورونه

طالبانو بغلان کې له زده کوونکو څخه د امارت پېژندنې آزموينه اخيستې

امارت پېژندنې

په بغلان ولايت کې د طالبانو د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د څه باندې زرو زده کوونکو څخه د امارت پېژندنې ازموینه اخیستل شوې ده.

د دغه رياست په وينا، د امارت پېژندنې دغه ازموينه نن (يونۍ/يکشنبه د لړم په ۲۷مه) په پلخمري ښار کې واخيستل شوه.

طالبان وايي، دا ازموینه یې د “اسلامي نظام د داعيې” په اړه د زده کوونکو د پوهې د ارزونې په موخه اخیستې وه.

طالبانو تر دې وړاندې په کندهار، جوزجان او بلخ ولایتونو کې هم له شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو څخه د “امارت پېژندنې” ازموینه اخيستې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تېرو درېيو کلونو راهيسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ مخه نيولې ده. همدارنګه، نجونې پوهنتون ته له تګ او د کانکور په ازموینو کې له ګډون څخه منعه دي.

| طالبانو د پوهنې وزير د تعليمي کال د پيل مراسمو کې د نجونو د تعليم اړوند هيڅ ونه ويل