د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په خپل نوي راپور کې خبر ورکړی چې د باوري معلوماتو له مخې د طالبانو له خوا نیول شوې ښځې نه یوازې دا چې ځورول شوې دي، بلکې په ځینو مواردو کې له هغوی سره جنسي تیري هم شوی دی.
ښاغلي بینیټ ټینګار وکړ چې د دې تاوتریخوالي اسناد ښیې چې ښځې د “نامناسب” حجاب اغوستلو لپاره د طالبانو توقیف ځایونو ته وړل شوي چیرې چې دوی د “لفظي سپکاوي” او “جنسي ځورونې” سره مخ شوي دي. هغه همدارنګه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د “جنسيتي توپیر” یوه بېلګه وبلله او ویې ویل چې دا اصطلاح د طالبانو بنسټیز او ایډیالوژیکي ماهیت په ښه توګه څرګندوي.