اقتصاد کورني خبرونه

خبر: پنجشیر کې ۸۷۴ قیراطه زمرد د ۱.۶ میلیون ډالرو په ارزښت پلورل شوي

خبر

د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ریاست د طالبانو په حکومت کې خبر ورکړی چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۸۷۴ عشاریه درې قیراطه زمرد پلورلي دي، چې ټول ارزښت یې ۱ میلیون او ۶۱۴ زره ۷۷۰ ډالر دی. دا خبر د بختر خبري آژانس لخوا خپور شوی.

په دې حال کې، افغانستان له سختو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دی. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، ګڼ ښوونځي تړل شوي، تولیدي کارخونې درول شوې او د هېواد د زیربنایي پروژو پراختیا په ټپه ولاړه ده. دغه حالت د عامو خلکو پر ژوند او د دوی پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز لري، چې د بې‌کارۍ او فقر کچه یې نوره هم لوړه کړې ده.

سره له دې چې د زمردو پلورلو څخه د دولت عواید زیات شوي، خو دا کافي نه برېښي چې د هېواد اقتصادي بحران حل کړي.