اسوشېټېډ پرېس د یو شمېر افغان خبریالانو له خولې په يوه راپور کې ویلي چې طالبان خبريالان د داعش له غړو سره يو ځای په زندانونو کې بندیانوي.
د راپور له مخې د داعش له غړیو سره بندیان شوي خبريالان اکثره هغه کسان دي چې د طالبانو له خوا په هېواد کې د داعش د بریدونو د پوښښ او یا د ښځو پر وړاندې د تبعیض په اړه د لیکنو په خاطر نیول شوي دي.
په ورته وخت کې، راپور وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې خبریالان له زیاتېدونکي “تاوتریخوالی او سپکاوي” سره مخ دي او یوازې ۵۱۰۰ خبریالان، چې ۵۶۰ یې ښځې دي، په دې مسلک کې پاتې دي.
د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، دغه هېواد ۸۴۰۰ خبریالان درلودل چې ۱۷۰۰ یې ښځې وې.
د افغانستان یوه بې نومه خبریال اسوشیټیډ پریس ته وویل، «هیڅ بل مسلک ته دومره سپکاوی نه دی شوی.»