پښتونخوا

د اکتوبر ۱۱مه؛ د منظور داعیه پیغمبري ده!

منظور

لیکوال: مولوي رحمت الله اندړ

منظور وایې چې خپل قوم او ولس راویښوي، د غلامي هغه ځنځیرونه ماتوي چې د دوی غاړې ته د وخت جبر وراچولي دي. هغه د خپلې خاورې او وسایلو خپل اختیار غواړي، او د خپلې خدای ورکړي ځمکې د هویت، حیثیت او وقار غوښتنه کوي.

د بې وزلو او مظلومو انسانانو د حق غوښتنه کوي چې اولادونه یې د وحشت، بربریت او جبر تورو زندانونو وخوړل. د هغو لاشونو پوښتنه کوي چې هره ورځ یې د کلي شا واخوا پراته وي، او هېڅوک یې د مرګ پور پر غاړه نه اخلي. لنډه دا چې د دې خبرې پوښتنه کوي: ولې هره ورځ پړ هم زه یم او مړ هم زه یم؟

منظور دغه غوښتنې او پوښتنې په ډېره سپېڅلتیا، جرئت، متانت او معقولیت په تش لاس د تور او مستبد رژیم مخې ته ږدي. هغه ګواښل کېږي، بندي کېږي، او ملګري یې په دې لاره کې شهیدانېږي. بلکې هره ورځ، هره ګړۍ او هره شېبه یې د سندان او څټک ترمنځ تېرېږي.

ځولنې یې لاسونو او پښو ته پرتې دي، څو لیوانو حلقه کړی، خو ځوان رهبر بیا هم خپله خبره ډېره غوڅه او جوته کوي، او وایې: که په ایټم بم یې هم کښېنوي، تر خپل دریځ او داعیې نه تېرېږي.

دغه ځانګړتیا د یوه سپېڅلي داعي او یوې سپېڅلې داعیې ده. منظور د خپلې داعیې پر سپېڅلتیا پوره باور لري، له همدې امله هر ډول کړاونو ته لکه سپر درېږي او ولاړ دی.

سپېڅلې او پیغمبري داعیه تل د الله تعالی او مظلومو مؤمنانو په مرسته تکیه کوي، او پر خپل مظلومیت له هیچا سره معامله نه کوي.

منظور له هیڅ چارواکې او مقام سره د بندو دروازو شاته نه کېنې. نه د کومې استخباراتي کړۍ په دام کې ځان بندوي، نه د شخصي ګټو او منصب لپاره په قوم او ولس سودا کوي.

نه د نیابتي ډلو ټپلو په څېر د اسلام او جهاد په تشو نارو او پردۍ فتوا ولس تېرباسي، او نه په پردي ټوپک خپل ولس ته د ازادۍ او فتح زیری ورکوي. بلکې ولس را ویښوي، خلکو ته شعور ورکوي، او په یوه ژوندي او بااحساسه ملت یې بدلوي، چې هر فرد یې د خپلو وسایلو، خپل اختیار، حیثیت او وقار غوښتونکی شي.

نور ملتونه استخباراتي ملایان او استخباراتي مدرسي نه لري چې د قوم او ولس د ویښتابه او شعور هره چیغه بې دیني وګڼي. هغوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره روان دي، د خپل خیل، قوم او ملت ژغورنه او ګټې لومړیتوب ګڼي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل وطن او ټاټوبې سره مینه لري. مکه مکرمه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خاپوړو ښار دی، څنګه یې مخاطب کړی: «ما أَطْيَبَكِ مِن بلدٍ ! وأَحَبَّكِ إليَّ ! ولولا أن قومي أَخْرَجُونِي منكِ ما سَكَنْتُ غيرَكِ» (۱)
“ته څومره پاک ښار یې! او څومره پر ما ګران یې! که خپل قوم مې له تا څخه ونه باسي، له تا پرته په بل ښار کې نه اوسېږم.”

رسول الله صلی الله علیه وسلم مشرکینو مجبور کړ چې خپل وطن پرېږدي او مدیني منوري ته هجرت وکړي، خو بیا هم د خپل وطن مینه ورسره مله پاتې شي. فرمایي: «اللهم حبب إلينا المدينة كحبنا لمكة أو أشد» (۴)
“اې الله! د مکي په څېر مو له مدیني سره هم مینه پیدا کړه.”

وطن ستا تشخص او پېژندګلوي ده، ستا هویت، درنښت او حیثیت دی. که بې وطنه یې، نه ته او نه ستا خبره ارزښت لري.

منظور د اکتوبر په یولسمه د مظلومیت دغه روایت ستاسې ټولو پښتنو مخې ته ږدي او له تاسې غواړي چې اوس د خپل مظلومیت پوښتنه کوئ کنه؟ په خپله خاوره، وسائلو او شتمنیو خپل اختیار غواړئ او که د یوه جابر ریاست په تمه کېنئ؟

لنډه دا چې لږ تر لږه د خپل ستر وجود له ټپونو ځان خبروئ کنه؟ د خپل ځان لپاره د ازادي، عزت، حیثیت او درنښت ژوند غواړئ او که لا هم د غلامۍ تور ځنځیر پر غاړه وړئ؟

پښتون ژغورنې غورځنګ: بلال اورکزی د غورځنګ د پېښور څانګې استازی وټاکل شو

پښتون ملته!

ستا د ژغورنې لپاره نه ځانګړې پیغمبر راځي او نه ستا د ژغورنې او هوساینې ذمه واري چا اخیستي ده. تر څو به ته رټل کېږي، شړل کېږي، شکنجه کېږي، بندي کېږي، لاپته کېږي او وژل کېږي؟ تر څو به ستا په سر سودا روانه وي؟ تر څو به ته د نیابتي جګړې په مارکیټ کې د تورو خاورو په بیه پلورل کېږي؟

د اکتوبر یوولسمه ستا لپاره برخلیک ټاکونکي ورځ ده. داسې ورځ ده چې ته خپل برخلیک په خپله ټاکي. هیڅوک، هیڅ شی پر تا نه تحمیلوي. ته د خپل ځان په اړه په خپله پرېکړه کوې، د خپل ستر وجود پوښتنه کوې او د خپل حق غوښتنه کوې.

پاڅه!
په هره توره شپه کې روڼ سبا نغښتی، په هره سختۍ پسې اسانتیا راځي او هر غم، مصیبت او درد پای لري.
پاڅه!
د خپل درد او کړاو کسیه وکړه، ستا د درد هره کیسه روایت دی.
پاڅه!
خپل تاریخ په خپله ولیکه.
پاڅه!
ستا له پاڅېدلو پاڅون جوړېږي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱ـ د الشعراء سورت، (۲۱۴) آیة.

۲ـ احمد او ابن ماجه روایت کړی دی.

۳ـ ترمذي روایت کړی دی، د حدیث شمېره: (۳۶۲۹).

۴ـ بخاري روایت کړي، د حدیث شمېره: (۵۶۷۷).

۵ـ د الحج سورت، (۳۹) آیة.


ايمل ولي خان: د مالاکنډ د نيولو لپاره په افغانستان کې يو ځواک چمتو شوی دی

منظور پښتین کويټې ته د خپل سفر په ترڅ کې يو لړ تنظيمي پرېکړې تر سره کړي دي

منظور پښتين جان اڅکزي ته: پاکستان کې وژنې ستاسو د بادارانو د پاليسيو پايله ده

د منظور پښتين ټپه او د زرګونو خلکو څرګندونې

منظور پښتين له هغو کسانو مننه کړې چې د هغه د راخوشي کولو غږ يې پورته کړی و

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين له اټک زندانه آزاد شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين له اټک زندانه آزاد شو