راپورونه کورني راپورونه

د طالبانو والي زابل کې د ښځينه ډاکټرې د نشتون له وجې خپله مېرمن نيمه شپه کې کندهار ته بېولې

زابل

د طالبانو زابل والي ويلي چې د خپلې مېرمنې غاښ په نارينه ډاکټر نه وباسم ځکه يې په نيمه شپه کندهار ته رسولې ده.

خبريال عبدالحق عمري د خپلو سرچينو له قوله ليکلي چې په زابل ولايت کې د طالبانو د والي مولوي حزب الله افغان د تېري څلورنۍ/چهارشنبې په شپه د غاښ له درده په تکليف شوې وه چې ښځينه ډاکټرې پسې يې د زابل ټول ښځينه روغتيايي مرکزونه کتلي وو، خو ښځينه ډاکټره يې نه وه پيداکړې.

د عمري په خبره ياد والي د شپې پر يوه بجه خپله مېرمنه کندهار ته رسولې وه او هلته يې غاښ ورته کښلی و.
والي په ټينګار سره ويلي وو چې زه مسلمان یم په نارينه ډاکټر د خپلې ښځې غاښ نه کاږم.

د طالبانو د زابل والي په داسې حال کې په زابل کې په ښځينه ډاکټرې پسي ګرځېده چې چې دوی (طالبانو) د تېرو دريو کلونو راهيسي د نجونو له شپږم پورته ټولګي تړلي او د دوو کلونو راهيسي يې د طب او روغتيايي علومو په ګډون د ښځو پر مخ ټول پوهنځي او پوهنتونونه تړلي دي.

| طالبانو د پوهنې وزير د تعليمي کال د پيل مراسمو کې د نجونو د تعليم اړوند هيڅ ونه ويل