آسیا نړۍ

پاکستاني رسنۍ: ډيورنډ کرښه باندې جګړه کې ۲۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستاني

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې اته طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغو راپورونو له مخې د خلیل او جان محمد په نومونو د افغان طالبانو دوه مهم قوماندانان هم په وژل شویو کې شامل دي.

جيو نيوز د پاکستان د امنيتي ځواکونو د اړوندو سرچينو له خولې ليکلي، چې: ”
«د وږي په ١٧مه، افغان طالبانو له پرمختللو وسلو په استفادې په پيلواسين کې پر پاکستاني پوستو ډزې وکړې.»

پاکستاني رسنيو پاکستان ته د اوښتو زيانونو او تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د خوست په ميدان ځاځي ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

که څه هم د طالبانو د ملي دفاع وزارت تر اوسه د دې جګړې او د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو پر ټولنيزو رسنيو د يوشمېر وژل شويو طالبانو انځورونه هم خپاره شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دغې جګړې دوه ورځې وړاندې هم طالبان او پاکستاني ځواکونه د شپې مهال په نښته اخته شوي وو.