راپورونه کورني راپورونه

خوست کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې

پاکستاني

د خوست په ميدان ځاځي ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده.

د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست لپاره د طالبانو رييس شبير احمد عثماني پژواک اژانس ته ويلي چې نن مازيګر پاکستاني ځواکونو پر هغو کسانو ډزې وکړې کومو چې د افغانستان په خاوره کې د طالبانو لپاره پوستې جوړولې، عثماني زياته کړې چې طالبانو په ځوابي ډزو کې د پاکستان درې پوستې تخريب کړي او يو زغره وال ټانګ يې له منځه وړی دی. عثماني زياته کړې چې دا مهال جګړه پای ته رسېدلې.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم پر دغه سيمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې هغه وخت هم طالبان د دريو پوستو او يوه ټانک د تخريب ادعا کړې وه.

| خوست کې ډيورنډ کرښه باندې دپاکستاني ځواکونو جوړ شوي تاسيسات د طالبانو لخوا نيول شوي