راپورونه کورني راپورونه

روزا اوتونبايوا: پرته له شرطه باید طالبان په رسمیت ونه پېژندل شي

اوتونبايوا

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ يوناما مشرې روزا اوتونبايوا ویلي چې د ملګرو ملتونو د سلا مشورو له مخې له افغانانو سره د طالبانو د رژیم په رسمیت نه پېژندلو پراخ تړون موجود دی.

اغلې اوتونبايوا زیاته کړې چې د طالبانو په رسمیت پیژندل د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو، د نجونو د زده کړې او د اساسي قانون په جوړولو پورې تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې په یوه راپور کې لیکلي، چې ټاکل شوې د افغانستان د وضعیت په اړه یوه غونډه جوړه شي.

په راپور کې په افغانستان کې د تېرو درېیو میاشتو وضعیت ته کتنه شوې او په افغانستان کې د دغه سازمان پر انتخابونو او ممکنه اقداماتو بحث شوی دی.

| عبدالسلام حنفي : م.م سازمان بايد د طالبانو په رسميت پېژندنه کې جدي شي