راپورونه کورني راپورونه

طالبانو هلمند کې درې کسان د غلا‌ په تور په دورو وهلي دي

وهلي

طالبانو په هلمند ولایت کې درې تنه په عام محضر کې د “غلا” په تور په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې یې دوه کسان “۳۹” دورې وهلي او په دوه کاله بند يې محکوم کړي دي.
په همدې حال کې د خبرپاڼې له مخې، طالبانو دریم تورن “۳۰ ” وهلی او په اته میاشتې بند یې محکوم کړی دی.

د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سربېره طالبانو په عام محضر کې د جسمي مجازاتو په ځانګړې توګه په دورو وهلو ته دوام ورکړی دی.
تر دې وړاندې طالبانو د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۵ مه) په زابل ولایت کې ۱۲ تنه په مختلفو تورونو په عام محضر کې په دورو ووهل.

| طالبانو په دريو ولايتونو کې ۱۱ کسان د غلا او شرابو څيښلو په تور په دورو وهلي دي