راپورونه کورني راپورونه

انجلينا جولي: طالبان يوه بزدله او زورواکه ډله ده

انجلينا جولي

د هالیووډ مشهوري اداکارې انجلينا جولي د طالبانو لخوا د امر بالمعروف قانون د نافذولو په غبرګون کې ویلي چې طالبان “بزدله او جبر کوونکي” دي.

انجلينا جولي په انسټاګرام پوسټ کې وویل: “هغه سیسټم چې د میرمنو لید ، غږ او ځواک حرام بولي، بزدله او ظالمانه دی.”

جولي تر دې مخکې هم د طالبانو له خوا د مدني ټولنې د فعالانو د نیولو او د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د زورواکو او ښځو ضد قوانینو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو د عدلیې وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر د امر بالمعروف قانون لاسلیک کړی چې اوس نافذ دی.

د قانون دیارلسمه ماده، چې اته فقرې لري، د ښځو د حجاب اړوند احکامو ته ځانګړې شوې ده.

د دې قانون لاسلیک پراخ غبرګونونه راپارولي دي، چې بېلابېلو هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لرې کړي.

| د طالبانو د امر بالمعروف لخوا د يلدا د شپې لمانځل حرام وبلل