بهرني راپورونه

کاناډا کې د يهودانو سره تړلو تر سل زياتو مؤسسو ته د بريدونو ګواښونه شوي دي

يهودانو

د کاناډا پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې په دې هیواد کې د يهودانو له ټولنې سره تړلې له سلو څخه زیاتو موسسو ته داسې بریښنالیکونه رسیدلي چې پکې د تاوتریخوالی په شمول د چاودیدونکو توکو او بمونو کارولو ګواښونه شوي دي.

د کاناډا پولیسو د څلورنۍ/ چهارشنبې په ورځ (د زمري۳۱مه) وویل چې د دغه برید په اړه یې پلټنې پیل کړي او د دغو ګواښونو د عاملینو د موندلو لپاره یې هڅې پیل کړي دي. خو تر اوسه په دغو مرکزونو کې کوم چاودېدونکي توکي نه دي موندل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ایمیلونه د څلورنۍ/ چهارشنبې په ورځ استول شوي چې په کې د چاودېدونکو توکو په کارولو د مرګ ګواښونه شوي دي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو د څلورنۍ/ چهارشنبې ماسپښین په ايکس ټولنیزه شبکه کې د دې پیښې په غبرګون کې یو بیان خپور کړ ، او یادونه یې وکړه چې هغه د يهودانو ضد راپورونو څخه خبر دی او لیکلي یې دي: «له ۱۰۰ څخه زیاتو ته په ټول هیواد کې د يهودانو بنسټونو ته ګواښ یو کرغیړن عمل دی دا ښکاره د صهیونیزم ضد دی.»

په همدې حال کې یو شمېر هندي رسنیو هم راپور ورکړی چې په ځايي وخت د څلورنۍ/چهارشنبې په ماسپښین په نوي ډیلي کې تر سلو زیاتو روغتونونو، خصوصي شرکتونو او دولتي مرکزونو ته له ورته متن سره یو برېښنالیک استول شوی چې په کې د چاودنو خبرداری ورکړل شوی دی.

کاناډا کې يوه الوتکه سقوط شوې چې د الماسو د کان شپږ کارکونکي پکې وژل شوي