راپورونه کورني راپورونه

حقاني: د غازي امان الله په اړه ډېرو خبرو کولو ته اړتيا نشته!

حقاني

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وايي، د امان الله خان د ازادۍ او د هغه د دورې د نورو تاریخي مسایلو په اړه خبرو ته اړتیا نشته.

حقاني د يونۍ/ یکشنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د یوسل او پنځمې کلیزې په مناسبت وویل چې د طالبانو په دوره کې اسلامي او ملي ازادي بې سارې وه او هغه نومونه او شعارونه چې د اشغال تر چتر لاندې راغلي ول، منع شول.

هغه وویل د ازادۍ د نعمت شکر باید داسې وي چې بیا له داسې امتحان سره مخ نه شو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دښمن اوس هم افغانستان له فکري او فرهنګي پلوه له منځه وړي او یو شمېر افغان ځوانان چې له کلتور څخه لرې دي د ټولنې د ورانولو لپاره روزل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د غازي امان الله خان انځورونه ړنګ کړی دی. تېره میاشت هم طالب وسله والو په تورخم کې د شاه امان الله خان انځور خراپ کړ او پر ځای یې خپل سپین بیرغ رسم کړ.

| ملګرو ملتونو د سراج الدین حقاني پر سفر د بنديز معافيت تصويب کړ