بهرني راپورونه

بیربوک: د طالبانو راتګ سره د ميليونونو نجونو هيلې له خاورې سره خاورې شوې

بیربوک

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دریمې کلیزې په مناسبت ويلي چې هغوی د میلیونونو ښځو او نجونو هیلې له منځه وړي دي.

بیربوک نن (پنځنۍ/پنجشنبه، د زمري ۲۵مه) په ايکس ټولنيزه رسنۍ کې لیکلي: «موږ له هغوی او په افغانستان کې د ټولو هغو خلکو ترڅنګ ولاړ یو چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دي. موږ به د بیړنیو مرستو سره د امکان تر حده د دوی ملاتړ وکړو.»

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړی، تر څو چې طالبان خپل نړیوال مکلفیتونه نه وي پوره کړي، نړیوالې ټولنې ته به راستانه نه شي.

دغې جګپوړي چارواکې وویل، د آلمان حکومت تر ۳۴۰۰۰ زیاتو افغانانو ته چې «په خطر کې دي، پناه ورکړې ده.

پرون د بګرام په اډه کې چې د تېرو دوو لسیزو د امریکايي پوځي ماموریت زړه بلل کېده، یو شمېر طالب چارواکو د تېر حکومت د ړنګېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت د پوځي پرېډ په لاره اچولو سره یو ځل بیا له نړۍ سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د طالبانو له درې کلن حضور وروسته هم هیڅ هیواد چمتو نه دی چې هغوی په رسمیت وپیژني.

| بربوک: د جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکو تر اخراج مخکې بايد د افغانستان وضعيت وڅېړل شي