پښتونخوا

پښتون ژغورنې غورځنګ: بلال اورکزی د غورځنګ د پېښور څانګې استازی وټاکل شو

بلال اورکزی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار څانګې د يوې غونډې په ترڅ کې يو لړ ټاکنې وکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د مالوماتو له مخې په دې غونډه کې محمد بلال اورکزی د پېښور استازی (کوارډينيټر) وټاکل شو او همدارنګه معصوم شاه باچا د مرکزي شورا غړی وټاکل شو.

په دې غونډه کې د اکټوبر ۱۱مې قامي عدالت جرګې د مالوماتو راټولو لپاره د ډيټا او اړيکو کمېټه هم جوړه شوه چې د هرې ناحيې څخه پکې دوه کسان ګډون لري.

| منظور پښتین کويټې ته د خپل سفر په ترڅ کې يو لړ تنظيمي پرېکړې تر سره کړي دي