راپورونه کورني راپورونه

فارياب کې يو ځوان د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی

وژل

طالبانو منلې چې د درېنۍ/ سه شنبې په شپه د فاریاب ولایت د مرکز میمنې ښار په څنډه کې یو ۱۸ ځوان د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی.

په فارياب کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شمس الدين محمدي وويل چې دغه وژل شوی ځوان ميرويس نومېده او د ميمنې ښار د يوه صراف زوى و.

هغه وويل، پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او په کې ښکېل کسان له سيمې تښتېدلي دي.

دا په تېره یوه میاشت کې په فاریاب ولایت کې څلورمه ورته پېښه ده. تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې یوه امیندواره مېرمن د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوې وه.

| په فاریاب کې يو طالب د خپلې مېرمنې لخوا وژل شوی دی