اقتصاد کورني خبرونه

قرغزستان کې د افغانستان پر توليدي مشروباتو بنديز ولګېد

مشروباتو

د قرغزستان رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په ټولو پلورنځیو کې د افغانستان له خوا د تولید شویو ګاز لرونکو انارو مشروباتو پر پلور بندیز لګول شوی دی.

د دغو راپورونو له مخې، د قرغزستان حکومت په دغو مشروباتو کې د ماشومانو لپاره د زیان رسوونکو موادو د پېژندلو له امله دغه څښاک له بازار څخه لرې کوي.

د قرغزستان د رسنیو د مالوماتو له مخې، د قرغزستان د روغتیا وزارت تر څارنې لاندې د ناروغیو د مخنیوي او روغتیايي څارنې ادارې په افغانستان کې د «ګولډن لائف» په نوم تولید شوي ګاز لرونکي انار زیان اړوونکي بللي دي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان توليد «ګولډن لائف» په نوم د غیر الکولي ګاز لرونکو انارو مشروباتو راټولول د جولای له دریمې راهیسې په دغه هېواد کې پیل شوي دي.

قرغزستان وايي، د ازموینو پر بنسټ دغه افغاني څښاک داسې رنګ لري چې د ماشومانو پر روغتیا منفي اغېز کولای شي.

د ازبکستان د روغتیا کمیټې اعلان کړی چې په افغانستان کې تولید شوي د انارو خوند لرونکي «شفا» محصولات هم تر ازموينې لاندې دي.

| د هوايي دهلېز له لارې له دوبۍ څخه بلخ ته ۱۶ ټنه برېښنايي توکي رارسېدلي