اقتصاد کورني خبرونه

جاپان د افغانستان سره لس ميليونه ډالره مرسته کوي

ميليونه

په کابل کې د جاپان سفارت ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بديل معيشت د تامين، بیارغونې او د روږدو کسانو د درملنې لپاره به لس ميليونه ډالره مرسته وکړي.

دغه سفارت زیاته کړې، چې دغه لس ميليونه ډالره مرسته به په بدخشان، هلمند او کندهار کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر له لارې ولګول شي.

په همدې حال کې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوکو کامیکاوا په ملګرو کې د مخدره موادو سره د مبارزې له مدير «غاده فتحي والي» سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د ظرفیتونو د لوړولو په موخه د مالي مرستو سند لاسلیک کړ.

دا په داسې حال کې ده چې جاپان تر دې وړاندې هم په بشري او نورو برخو کې د افغانستان سره مرستې کړي دي.

| جاپان د اوچا صندوق سره د افغانستان لپاره ۶ ميليونه ډالر بشري مرسته وکړه