بهرني راپورونه

د روسیې استازی نیبنزیا: طالبان د خپلې خوښې چارې په اسلامي شريعت پورې تړي

نیبنزیا

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نیبنزیا وايي، طالبان ادعا کوي چې د افغان ښځو په اړه د دوی سیاستونه له شریعت او اسلام سره سم دي. خو په حقیقت کې دا سیاستونه اسلامي نه دي.

ښاغلي نیبنزیا د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې اسلامي هېوادونه هڅه کوي طالبان قانع کړي چې د افغان ښځو په اړه د دوی تګلاره اسلامي نه ده. مګر دوی يې نه مني.

هغه زیاته کړه چې روسي چارواکو هم څو ځلې له طالبانو سره د افغان ښځو د حقونو په اړه خبرې کړې دي. خو دوی متفاوت نظر لري.

د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې غیر انساني تګلارې له شرعي معیارونو سره توجیه کوي. خو په حقیقت کې دا سیاستونه اسلامي نه دي.

واسیلي نیبنزیا د دوحې دریمې غونډې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل دا ستونزمنه ده چې ووایو چې دا غونډه به کومه نتیجه ورکړي.

هغه طالبان د افغانستان واقعیت وباله او ویې ویل، ښه خبره ده چې بالاخره طالبان د دوحې په غونډه کې رابلل شوي وای. ځکه د دوی له شتون پرته د افغانستان د کړکیچ حل ناشونی دی.

| روسيه: منځنۍ اسيا ته لاهم د افغانستان ترهګريز ګواښ موجود دی