پښتونخوا

ايمل ولي خان: د مالاکنډ د نيولو لپاره په افغانستان کې يو ځواک چمتو شوی دی

مالاکنډ

پاکستانی سناتور او د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر ایمل ولي خان وايي، د مالاکنډ د نیولو لپاره د افغانستان په نورستان ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان یو لوی ځواک چمتو شوی دی.

مالاکنډ په خیبر پښتونخوا کې د استوګنې يوه ښکلې او غرنيزه سیمه ده. چې ښاغلي ايمل ولي خان په دغه ځای کې د «ټي ټي پي» د واکمنېدو په اړه خبرداری ورکړ.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې نن د جمعې په ورځ (د چنګاښ په لومړۍ نېټه) لیکلي چې د ايمل ولي خان ويلي چې دا مهال د خیبر پښتونخوا جنوبي برخه په بشپړه توګه د تحریک طالبان پاکستان تر کنټرول لاندې ده او ډېر ژر به په دې سیمه کې خپل کنټرول پراخ کړي.

دغه پاکستاني سناتور د خپل هېواد حکومت مخاطب کړ او ویې ویل چې یوازې د خپل غږ پورته کولو پر ځای باید عملي ګامونه پورته کړي.

ایمل ولي خان وايي د خېبرپښتونخوا راتلونکی ډېر تیاره دی او “هیڅ طاقت نه شي کولی چې په پولو د ترهګرۍ اور بند کړي.”

د دغه سناتور د څرګندونو له مخې، د تحریک طالبان پاکستان غړي په منظمه توګه د خیبر پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې پرته له دې چې پام ورته وشي ګزمې کوي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پاکستاني رسنیو د څلورنۍ/ چهارشنبې په ورځ په کونړ ولایت کې د تحریک طالبان پاکستان د یوه جګپوړي قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

| په خيبر پښتونخوا کې ۶۰۰ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې