بهرني راپورونه

پوليسو په جرمني کې د يوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ مړی موندلی دی

جرمني

 د جرمني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د ورمز په ښار کې د راین سیند پر غاړه د یوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ مړی موندل شوی دی.

د جرمني پولیسو د دغې نجلۍ مور او پلار د هغې د وژنې په تور نیولي دي.  د دغه ښار قاضي وویل، شونې ده چې د دغې نجلۍ مور او پلار خپله لور د هغې د ژوند د ډول او کلتور له امله وژلې وي.

د جرمني ورځپاڼې کرونن سایتونګ د درېنۍ/ سې شنبې په ورځ د غبرګولې په ۲۹مه راپور ورکړ چې دغه ځوانه افغانه نجلۍ غالباً د روانې اوونۍ د خالي/شنبې په ورځ د راین سیند په غاړه وژل شوې ده.  د وژل شوي نجلۍ مور د دونۍ/ دوشنبې په سهار، د غبرګولې په ۲۸مه پولیسو ته خبر ورکړ، چې ښايي پلار یې هغه وژلې وي.

د جرمني رسنیو ویلي، پولیسو د دونۍ/دوشنبې په ماښام د دغې افغانې نجلۍ مړی د راین سیند په غاړه موندلی دی.

د جرمني بیلډ ورځپاڼې د دغه ښار د یوه قاضي له خولې ویلي، چې د دغې افغانې نجلۍ مور لومړی خپل میړه د خپلې لور په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړ، خو پولیسو هغه هم په ​​قتل کې د لاس لرلو په تور ونیوله.

د مینز د ولسوالۍ د محکمې یوه قاضي وویل: ” زه ګمان کوم چې دې جوړې خپله لور ځکه وژلې چې د هغې د ژوند ډول او کړنو سره موافق نه وه.”

تر دې مخکې هم د دغې نجلۍ پلار په کورني تاوتریخوالي تورن شوی و.

| بربوک: د جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکو تر اخراج مخکې بايد د افغانستان وضعيت وڅېړل شي