راپورونه کورني راپورونه

طالبانو په پروان کې د عبدالله دانش په نوم يو سيمه ييزو خبريال نيولی دی

عبدالله دانش

په پروان کې سرچينې وايي چې د طالبانو استخباراتو په پروان کې د عبدالله دانش په نوم يو سيمه ييز خبريال نيولى دى؛

د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ، عبدالله دانش د معارف ټلوېزيون پخوانى خبريال دى.

سرچينه زياتوي چې، د طالبانو استخباراتو دغه خبريال پرون (پنځنۍ/پنجشنبه د غبرګولې په ۲۵مه) له کابل څخه د راستنېدو پر مهال په بګرام ولسوالۍ کې نيولى دى.

عبدالله دانش چې په پروان کې د ميترا خصوصي تلویزیون، معارف تلویزیون او دنیا راډیو پخوانی کارکوونکی دی؛  مګر د څه مودې راهيسي بې کاره و.

د دغه خبريال د نيولو انګېزه څرګنده نه ده او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو وروسته پر رسنیو او د رسنیو پر کارکوونکو سخت بندیزونه ولګول شول او په پرله پسې ډول یې خبریالان ونیول، شکنجه کړل او بندیان یې کړل.

په يوه بله وروستۍ پېښه کې پرون طالبانو په کابل کې د آریانانیوز تلویزیون د سیاسي خپرونو یو وړاندې کوونکی وهلی او ټکولی دی.

| د خبريالانو نړيوالې کمېټې له طالبانو غوښتي چې پر خبریالانو دې تشدد بند کړي