Uncategorized @ps-af

د افغانستان سره د ترکيې د بشري مرستو ۲۰مه اورګاډې هم هېواد ته راورسېده

اورګاډې

د افغانستان د سېلاب ځپلو لپاره د ترکيې د بشري مرستو ۲۰مه د «مهربانۍ اورګاډې» هېواد ته راورسېده.

په دغه اورګاډې کې چې۶۲۰ ټنه بشري مرسته پکې شامله ده، خوراکي او غیر خوراکي مرستې شاملې دي، درې اوونۍ وړاندې له ترکیې افغانستان ته روانه شوې وه چې نن (څلورنۍ/چهارشنبه د غبرګولې ۲۳مه هرات ته راورسېده.

ترکیې د ۱۷ نادولتي موسسو په همکارۍ ۶۰۰ خیمې او ۴۲۰ ټنه مرستندویه مواد چې خوراکي، حفظ الصحې او کمپلې پکې شاملې دي افغانستان ته استولي دي.

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه مرستې به د افغانستان په سیلاب ځپلو او په ځانګړې توګه په بغلان، بدخشان، غور او تخار ولایتونو کې په سیلاب ځپلو وویشل شي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون، خبر ورکړی چې د اوړو، خیمو، کمپلو، ویلچیرونو او روغتیايي کټونو په ګډون دغه مرستې د نن د څلورنۍ/ چهارشنبې په ورځ هرات ته راورسېدلې.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې دغه هېواد د بشري مرستو د ۲۰ اورګاډو په لېږلو سره افغانستان ته ۹ زره ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي لېږلي دي.

په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د ۱۴.۵ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

| سويس د افغانستان سره د څه باندې ۴ ميليونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی