راپورونه کورني راپورونه

يعقوب مجاهد د اندونيزيايي پلاوي سره ليدلي دي

اندونيزيايي

ملا محمد يعقوب مجاهد د لوړ پوړي اندونيزيايي پلاوي سره پر دوه اړخيزه مسايلو خبرې اترې کړي دي.

د طالبانو د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د اندونیزیا د ولسمشر د پخواني مرستیال او د سرې میاشتې ټولنې له اوسني رئیس او د دغه هېواد د جوماتونو د شورا له رئيس محمد یوسف کالا او ورسره مل اندونيزيايي پلاوي سره وکتل.

د طالبانو د ملي دفاع وزير محمد یعقوب مجاهد نن (دونۍ/دوشنبه د غبرګولي ۱۴مه) د اندونيزيايي سره  په دې کتنه کې وویل، چې افغانستان او اندونیزیا ډېر مشترکات لري او اسلامي امارت د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو پراخولو ته لېواله دی.

په دې کتنه کې اندونيزيايي پلاوي وویل، هغه څه چې موږ د افغانستان د امنیت او نورو مسایلو په اړه په رسنیو کې اورېدل هغه تبلیغات وو، خو پر ځای یې د افغانستان د امنیت او اقتصاد د تامین لپاره ډېر کار شوی دی.

| د طالبانو د دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد د قطر د دفاع وزير سره کتلي دي