بهرني راپورونه راپورونه

پولنډ د بیلاروس له پولې څخه اروپا ته د کډوالو پر تېرېدو بنديز ولګاوه

بیلاروس

 پولنډ لومړي وزیر ډونلډ ټاسک اعلان وکړ چې له بیلاروس سره د دغه هیواد په سرحدي سیمو کې د «غیر میشته خلکو» تګ راتګ منع دی.

دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې بیلاروس څخه د کډوالو یوې ۵۰ کسيزه ډلې د درېنۍ/سه شنبې په ورځ د غبرګولې په اتمه د پولي څخه د تیریدو په هڅه کې پر یو پولنډي سرتیري په چاقو برید وکړ.

د پولنډ حکومت وايي د بیلاروس چارواکي د وارسا د بې ثباته کولو په هڅه کې دغه هیواد ته د کډوالو څپې را پرېږدي.

د پولنډ د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په سرحدي سیمو څخه د کډوالو د تېرېدو محدودیت به د چنګاښ له ۱۴مې پیل شي او درې میاشتې به دوام وکړي.

ډونالډ ټاسک وايي، د پولنډ حکومت هوډ لري چې له بېلاروس سره د سرحدي سیمو د خوندي کولو لپاره ټولې ممکنې سرچینې ولګوي.

تر دې مخکې د پولنډ لومړي وزير د غبرګولې په څلورمه نېټه اعلان کړی و چې دغه هېواد به د روسيې او بلاروس سره پر پوله د امنيت د ټينګښت لپاره ۲،۳ ميليارده يورو ولګوي.

د بيلاروس سره د پولنډ پوله اروپایی اتحادیې ته د ننوتلو یو له ستراتیژیکو لارو څخه ده چې پدې وروستیو کلونو کې ډیری کډوال د دغې لارې څخه د اروپایی اتحادیې هیوادونو ته ننوتلي دي.

د روسیې او اوکراین تر منځ له جګړې وروسته، د وارسا چارواکو تل ادعا کړې چې د بیلاروس حکومت د پولنډ له لارې پولنډ او اروپايي ټولنې ته په زرګونو کډوال استولي دي.

دغه چارواکي ادعا کوي چې بیلاروس هڅه کوي پولنډ ته د کډوالو د راتګ له لارې دغه هېواد نا امنه کړي. خو د بیلاروس چارواکي دغه تورونه بې بنسټه بولي او وايي چې پولنډ ته د کډوالو په تګ کې یې رول نه دی لوبولی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د نورو هېوادونو د کډوالو ترڅنګ ډيری افغان کډوالو هم د روسيې څخه بيلاروس او بيا پولنډ ته داخلېدل.

| د ترکيې پوليسو تازه اماسيا ښار کې په يوه لارۍ موټر کې ۴۰ افغان کډوال نيولي