راپورونه کورني راپورونه

تهران ته د طالبانو سفر د ايران د رهبر سره له ليدني پرته پای ته ورسېد

تهران

 تهران ته د عبدالغني برادر او امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د لوړ پوړي پلاوي سفر د ایران د اسلامي جمهوریت له رهبر علي خامنه اي سره له کتنې پرته پای ته ورسېد.

د ايران د اسلامي جمهوریت رهبر علي خامنه اي تهران کې متقي او برادر ته د ليدنې موقع نه ده ورکړې خو د نورو هېوادونو له استازو سره يې ليدلي دي کوم چې د ابراهيم رئيسي د جنازې مراسمو ته ورغلي وو.

په تیرو دوو ورځو کې د ایران د اسلامي جمهوریت
رهبر علی خامنه اي د تونس له ولسمشر، د لبنان د پارلمان له مشر، د حماس د سیاسي دفتر له مشر، د قطر له امیر او د پاکستان، عراق او ارمنستان له لومړيو وزیرانو او د يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو له چارواکو سره کتلي.

خو نوموړي د عبدالغني برادر او امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوي له پامه غورځولي دي.

د ایران د پخواني ولسمشر او د هغه د ملګرو د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه د طالبانو د رئيس الوزرا مرستیال عبدالغني برادر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته ولاړل.

تهران ته د طالب چارواکو په یو ورځني سفر کې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي یوازینی ایرانی چارواکی و چې له طالب چارواکو سره یې په دغه سفر کې ملګرتيا کوله.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له خوا په خپرو شویو انځورونو کې راغلي، چې د طالبانو پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د قطر له پلاوي او د حماس د سیاسي دفتر له مشر سره غیر رسمي او لنډې خبرې کړې دي.

د ايران د ولسمشر او د هغه د ملګرو د چورلکې د پېښې د خبر له خپرېدو وروسته طالب چارواکو اعلان وکړ چې ددوی دغې پېښي څه ډېر اندېښمن دي. طالبانو د ابراهیم رئیسي د مړینې له تایید وروسته د ایران د پخواني ولسمشر پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او د طالبانو یوه لوړ پوړي پلاوي تهران ته سفر وکړ. له بلې خوا په کابل کې د طالبانو سیاسي مرستیال د ایران سفارت ته ورغلی او له ایراني ډیپلوماټانو سره یې غمشريکي کړې ده.

که څه هم د ايران اسلامي جمهوریت طالبان په رسمیت نه پیژني، خو تهران له طالبانو سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.

| د طالبانو يوه پلاوي په ايران کې د چابهار بندر څخه ليدنه کړې