راپورونه کورني راپورونه

نورايل کليوال: د چمن پرلتوالو ته نور پکار ده چې کوتکونه راواخلي

نورايل کليوال

نورايل کليوال وايي چې د چمن او سپين بولدک دروازه په نرمو احتجاجونو نه خلاصېږي بلکي په کوتکونو او سختو اعتراضونو خلاصېږي.

د بشري حقونو مدافع، ټولنيز فعال او د ځوان کهول ملي ټولنې مشر نورايل کليوال نن جمعه د غويي ۲۸مه پر خپله ايکس پاڼه ليکلي:« د چمن پرلت پوره ۷ مياشتې کېږي خو مقابل اړخ يې هيڅ نرمي نه ښيي او نه يې د غوښتنو د منلو څه اراده شته.»

ښاغلي کليوال زياته کړې، « د چمنوالو قدرداني کوم چې په سختو يخونو او ګرميو کي د پاسپورټ او ويزې شرط پر خلاف يې پرلت جاري کړی دی. مګر دا ومنئ چي د حق غوښتنې لاره مو د کشميريانو په څېر لږ بدلول غواړي.»

نورایل کلیوال د چمن پرلتوالو ته وړانديز کړی چې نور دې په نرمه ژبه د چمن او سپين بولدک دروازه باندې د پاسپورټ شرط لازمي کولو پرېکړې پر خلاف مبارزه پای ته ورسوي او د کشمير د خلکو په څېر دې لږ په سختو او ترخو احتجاجونو لاس پورې کړي، د هغه په خبره داسې نه وي چې بيا وخت ور څخه تېر وي.

ښاغلي کليوال همدارنګه زياته کړې، « کشميريانو د برېښنا او اوړو د ګرانۍ پر خلاف لاريونونه پيل کړه، کله چې په دې پوه شوه چې سوله ییز لاريونونه يې څوک نه اوري، نو د پاکستاني پوليسو وهل او ډبول يې پيل کړه، دا و چې په څو ورځو کي يې غوښتنې ومنل شوې اوړه او برېښنا دواړه يې ورته ارزانه کړل.»

دا په داسې حال کې ده چې د چمن خلکو د تېر ۱۴۰۲ لمريز کال د تلې مياشتې راهيسي د پاکستان لخوا د چمن او سپين بولدک دروازه باندې د پاسپورټ او ويزې شرط لګولو پر خلاف پرلت وهلی چې د پرلت څو کسان د پاکستاني ځواکونو لخوا وژل شوي هم دي.

د يادولو وړ ده چې نن د بلوچستان وزير اعلی سرفراز بګټي په يوه بيانيه کې ويلي دي چې پر دغه دروازه د پاسپورټ او ويزې شرط د پاکستان د حکومت وروستی او بيرته نه ګرځېدونکې پرېکړه ده.

| د چمن پرلتوالو چمن کې د پاکستاني ځواکونو د دفتر مخ په کانټينرونو بند کړ